اروپايي ټولنې د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه.
اروپايي ټولنې ګیلس برتراند د افغانستان لپاره د خپل نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی. برتراند د فرانسې اوسېدونکی دی او په اروپايي ادارو کې له شلو کلونو زیاته کاري تجربه لري.
نوموړی له ۲۰۲۱ کال راهیسې په کولمبیا کې د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه دنده ترسره کوله. هغه مخکې هم په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي غړی پاتې شوی او د سوریې د کړکېچ اړوند د بروکسل غونډو مشري یې کړې ده. سربېره پر دې، په بیروت کې د سوریې لپاره د اروپايي ټولنې د پلاوي مشري هم ور په غاړه وه.
برتراند د توماس نیکولسن ځای ناستی دی، چې د ۲۰۲۱ کال له مارچ څخه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی پاتې شوی و. د هغه ماموریت د ۲۰۲۵ کال د مارچ په لومړۍ نیټه پای ته ورسېد.
اروپايي ټولنې د ۲۰۲۱ کال د اګست تر تحولاتو پورې افغانستان ته له ۸۶۰ میلیونو یورو څخه زیاتې بشري مرستې ځانګړې کړې وې. که څه هم د اسلامي امارت استازو نیکولسن ناکام بللی و، خو بروکسل هڅه کړې چې د خپلو ځانګړو استازو او سفیرانو له لارې په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک حضور وساتي.
د ګیلس برتراند ټاکنه د هغه د پراخې ډیپلوماتیکې تجربې له کبله د اروپايي ټولنې لپاره یو ګام بلل کېږي، څو د افغانستان او سیمې په اړه خپلې تګلارې لا پسې پیاوړې کړي.