slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

ورته مهال د هند - پاکستان کړکېچ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکي کړکېچ ته په کتو، د دواړو هېوادونو له چارواکو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.


  وروسته له هغې چې د پهلګام پېښې پر سر د هند او پاکستان تر منځ ناندرۍ او خبرې  تر نظامي خوځښتونو ورسېدې؛ پاکستان د هر راز هندۍ الوتکې پر مخ خپلې فضايي دروازې وتړلې. تازه خبر دی چې هند هم په دې برخه  کې ورته اقدام کړی او  د هر راز  پاکستانۍ الوتنې پر وړاندې یې خپل فضايي حریم تړلی.

 

د هند خبري اژانس 'پرېس ټرسټ اف انډيا' د معلوماتو له مخې، هندي چارواکو ویلي چې د نن پيل شوې 'مې' میلادي میاشتې له لومړۍ نېټې تر ۲۳مې به د هند فضايي یا هوايي حریم د پاکستان د هر راز الوتنو پر مخ تړلی وي.‌

 

پرون چهارشنبه ( د اپرېل ۳۰مه ) د هند د هوايي ډګرونو ادارې په دې اړه یوه خبرتیا هم خپره کړې وه. په خبرتیا کې پیلوټانو او د الوتنو نورو مسؤلانو ته د پرواز پر مهال پر هوايي لاره او په ځينو ځانګړو سیمو کې د حالاتو د بدلېدو له امله د اټکلي خطرونو په اړه خبرداری ورکړل شوی و.

د هند له لوري د دغه بندیز په ترڅ کې ویل شوي‌ چې فضايي حریم به یې د پاکستان د هغو ټولو الوتکو پر مخ تړلی وي چې د پاکستان خپلې او ورسره ثبت دي، یا یې کرایه کړې دي او یا هم د دغه هېواد د ځينو هوايي شرکتونو له لوري فعالیت کوي.


د پاکستان هوايي شرکتونه سنګاپور، مالیزیا او د ختیځې اسیا ځينو نورو هېوادونو ته د الوتنو لپاره د هند فضايي حریم کاروي.‌یوه هندي لوړپوړه دولتي چارواکي یاد خبري اژانس ته ویلي چې دا بندیز د پاکستان پر پوځي الوتکو هم لګول شوی دی.‌

د یادولو ده چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر اړوند پهلګام سیمه کې تر برید وروسته چې کله ډيلي له پاکستان سره د اوبو 'سېند طاس تړون' وځنډاوه او د 'واګه' پولې تړلو تر څنګ یې ځينې نور اقدامات اعلان کړل نو پاکستان د هندي‌ پروازونو پر مخ خپل فضايي حدود بند کړل.

هند دا نوی بندیز داسې مهال اعلانوي چې ځينو پاکستانیو چارواکو ویلي چې هند پرې د برید په تکل دی. خو هند لا په رسمي ډول داسې څه نه دي‌ ویلي.