slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست امنیه قومندانۍ اړوند د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ ویښو منسوبینو یو تنکى ﺯلمى له خپل تښتول شوي موټر سره یو ځای د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

امنیتي ځواکونو یاد اختطاف شوى کس په خپل موټر کې د همدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د بې هوشۍ په حالت کې موندلی چې د پولیسو له خوا  پر وخت ځایي کلېنیک ته لېږدول شوی او له تداوۍ وروسته موټر د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان مولوي هارون ایوبي له خوا بېرته نوموړي ته سپارل شوی دی.

یاده دې وي، چې امنیتي او کشفي بنسټونو په یاده پېښه کې د ښکېلو کسانو په وړاندې جدي پلټنې پیل کړي، څو د یادې پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي.