د سرحدي پولیسو له خوا د پاسپورت او ویزې امرینو لپاره یو اونیز روزنیز سمینار پیل شو
د سرحدي پولیسو د لوی ریاست په قرارګاه کې د ځمکنیو بندرونو او نړیوالو هوایي ډګرونو د پاسپورت او ویزې د امرینو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه یو اونیز روزنیز سمینار پیل شو.
په دغه پروګرام کې ۷۸ ګډونوال د پاسپورت او ویزې په برخه کې د نوو مقرراتو، معیاري کړنلارو او عصري خدمتونو د وړاندې کولو په هکله نوې پوهه ترلاسه کوي. دغه روزنه د امرینو مسلکي مهارتونه پیاوړي کوي او د خدمتونو په چټکتیا، شفافیت او د مسافرو په اسانتیا کې د پام وړ بدلونونو ته لاره هواروي.
د تعلیماتو مدیر مولوي نبی احمد حمیدي د سمینار په پرانیستونکې وینا کې ټینګار وکړ چې د دې ډول روزنیزو پروګرامونو دوام به ملي خدمتونه لا معیاري او اغېزمن کړي.
د ګډونوالو په وینا، دوی به د خپلو تجربو شریکولو ترڅنګ د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د سرحدي خدمتونو د لا ښه والي لارې چارې هم وڅېړي. دغه لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.