slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اندونیزیا په لوېدیځ جاوا کې د یوې خپرې شوې پېښې له مخې، په روانه اونۍ کې له زرو څخه ډېر زده‌کوونکي د ښوونځیو دننه د وړیا خوړو له خوړلو وروسته مسموم شوي دي.

د جاوا ښار والي، دي مولیادي، وویل چې د مسمومیت پېښې د ښار په څلورو ولسوالیو کې ثبت شوي دي. زده‌کوونکو هغه خواړه خوړلي وو چې د ولسمشر پرابوو سوبیانتو لخوا د وړیا وېشلو لپاره اعلان شوي وو.

تېره اونۍ هم په لوېدیځ جاوا او سولاویسي کې تر ۸۰۰ ډېر زده‌کوونکي د ورته ډول خوړو له خوړلو وروسته مسموم شوي وو. چارواکي د پېښې د علت د څېړنې لپاره تحقیقات پیل کړي او د زده‌کوونکو روغتیايي وضعیت ته ځانګړې پاملرنه کوي.