slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر ریاست اړوند د ښوونیز مرکز قومندانۍ د یوې میاشتې له ځانګړو روزنیزو پروګرامونو ۳۲ تنه منسوبین فارغ شول.
مراسمو کې د معینیت د ملکي چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي، یو شمېر رئیسانو، مدیرانو او ګڼو مجاهدینو ګډون درلود.
غونډه کې ښاغلي قاسمي او مفتي صاحب د وینا پر مهال فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ په دیني او مسلکي زده کړو ټینګار وکړ. دوی پر امانت‌دارۍ، د دندو اهل کار ته سپارلو، صبر، تقوا او صداقت خبرې وکړې، د مجاهد او شهید د ستر مقام یادونه یې وکړه. ویناوالو له نوې له فارغینو غوښتنه وکړه چې د الله رضا او د ولس د خدمت لپاره په اخلاص کار وکړي، له شهرت او قدرت‌ غوښتنې ډډه وکړي او له خلکو سره ښه سلوک د خپل عمل لارښود وګرځوي.


غونډه د ځانګړو قطعاتو رئیس ملا امان الله حاجي قاضي د دعایه په ویلو او د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېده.
همدارنګه، هغو ګډونوالو ته چې په دې روزنیزه دوره کې یې لومړی، دوهم او درېیم مقام ترلاسه کړی و، نغدي جایزې ورکړل شوې.