slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

تېره شپه د لغمان ولایت امنیه قومندانۍ امنیتي مرستیال، الحاج قاري عبدالباسط صدیق الرحمن، د مهترلام ښار د پنځمې او درېیمې امنیتي حوزې او اړوندو امنیتي پوستو څخه د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې امنیتي مرستیال اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د ولس خدمت او د خلکو د ستونزو حل کول یو اسلامي او ایماني مسؤلیت دی.

هغه له امنیتي مسوولینو وغوښتل چې خپلو دندو ته پر وخت حاضر شي، اداري او امنیتي چارې په دقیق ډول کنټرول کړي او د اسلامي نظام په پالنه او ساتنه کې خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي.
 امنیتي مرستیال د اړوندو مسوولینو ستونزې واورېدلې او د هغوی د حل په موخه یې اړوندو ارګانونو ته سپارښتنې وکړې.