د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د ازبيکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه سراجالدین حقاني د ازبيکستان بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي بختیار سعیدوف، د دې هېواد ټرانسپورټ وزیر ښاغلي الهام، او ورسره راغلي پلاوي سره وليدل. په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مولوي ابراهیم صدر، اداري مرستیال مولوي رحمت الله نجیب، د تأمیناتو مرستیال مولوي عبدالله مختار او یو شمېر نورو مسؤولینو هم ګډون درلود.
د ازبيکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د ټرانسافغان رېلپټلۍ پروژې اړوند ناستو او د درېاړخیزې توافقنامې د لاسلیک جزئیات شریک کړل او د دې سترې سیمهییزې پروژې پر پرمختګ یې خوښي څرګنده کړه. نوموړي د افغانستان، ازبيکستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پراختيا، د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکارۍ ژورتیا او افغانستان سره د ازبيکستان د صادراتو او وارداتو کچې د تېر کال په پرتله نږدې درې برابره لوړوالي ته په اشارې سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پراختیا هیله څرګنده کړه.
ښاغلي سعیدوف زیاته کړه چې ازبيکستان د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو آزادېدو، د افغان کډوالو ستونزو حل او په نړیوالو ناستو کې د افغان حکومت فعال ګډون غوښتونکی دی.
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د راغلي پلاوي تود هرکلی وکړ. نوموړي د ازبيکستان د نیک نیت، رغنده همکارۍ، او د افغان ملت سره د ورورۍ پر روحیې مننه وکړه. خلیفه صاحب د ټرانسافغان رېلپټلۍ پروژې پرمختګ وستایه او هیله یې وښوده چې دا پروژه به د یادو هیوادونو د اقتصادي ودې لپاره یو مهم برمختګ وي.
نوموړي دا هم وویل چې افغانستان غواړي له ازبيکستان سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.