هلمند کې د نشه يي توکو د پروسس یوه کارخانه او سلګونه کیلوګرامه توکي نیول شوي.
د هلمند ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، د تېرو اوو ورځو په ترڅ کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت ځواکونو په لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې پراخ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې په زیاته اندازه نشه يي توکي او یوه د پروسس کارخانه کشف او نیول شوې ده.
د چارواکو په وینا، په دغو عملیاتو کې ۱۳،۵۰۱ کیلوګرامه شیشه، ۵۰ کیلوګرامه نشادر، ۹۴ کیلوګرامه خټه، ۱.۵ ګرامه هیروئین، ۳۰ ګرامه ټابلیټ کا ګولۍ او د نشه يي توکو د پروسس یوه کارخانه له اړوندو وسایلو سره ضبط شوې ده.
امنیتی مسؤلین زیاتوي، په تړاو یې اووه تنه تورن کسان نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
سرچینه وایي، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ریاست کارکوونکو په همدې موده کې ۱۶۵ تنه روږدي کسان هم راټول کړي او د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.