slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغان حکومت د کابينې په لسمه غونډه چې د رئيس الوزراء په مشرۍ وړمه ورځ ترسره شوه، په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې شوې دي. په دې غونډه کې له اړونده ادارو څخه تشکيل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د سرطان او قلبي ناروغيو د تشخيص او درملنې په موخه د معياري طبي کمپلکس جوړولو لپاره د ځمکې مالومولو چارې ترسره کړي. د کابينې په ياده غونډه کې د صکوکو مطبعې د پياوړتيا او معياري کېدو په اړه هم بحث وشو او په دې برخه کې اړونده ادارو ته د لازمو اقداماتو سپارښتنه شوې ده. په دې غونډه کې همدارنګه د ښي لاس موټرو د زياتوالي مخنيوي په اړه جوړې شوې طرحې په اړه پرېکړه وشوه، چې ياده طرحه دې دقيقه وکتل شي، ترڅو يې په تطبيق سره مطلوبې پايلې ترلاسه شي.