بریتانیا د ختیځ افغانستان زلزلهځپلو ته ۳ میلیونه پونډ مرسته اعلان کړې.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ختیځو ولایتونو د زلزلهځپلو لپاره د درې میلیونه پونډو مرستې ژمنه کړې ده. دا مرستې به د ملګرو ملتونو اړوند ادارې لګوي او تر ډېره به د پاکو اوبو، لنډمهالې سرپنا او نورو بیړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره وکارول شي.
د دې هېواد چارواکو ویلي چې د ژمي تر رارسېدو وړاندې باید د زیانمنو کورنیو ملاتړ وشي او د هغوی د استوګنې ستونزې ته بېړنۍ پاملرنه وشي.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په کونړ او ګاونډیو ولایتونو کې زورورې زلزلې زرګونه کسانو ته مرګژوبله واړوله. د راپورونو له مخې، نږدې درې زره کسان وژل شوي او تر څلورو زرو زیات ټپیان شوي دي.
له دغې پېښې وروسته یو شمېر هېوادونو او نړیوالو مرستندویو بنسټونو بیړنۍ مرستې افغانستان ته واستولې، خو له ځپل شویو خلکو سره د دوامدارو مرستو غوښتنه اوس هم پر ځای ده.
په ورته مهال، د کونړ یو شمېر اغېزمنو کورنیو ټینګار کړی چې د ژمي تر سړې هوا مخکې باید د هغوی لپاره معیاري کورونه جوړ شي.