slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار ولایت د بټي‌کوټ ولسوالۍ په مرکزي بازار کې د امنیتي وضعيت د ښه والي، ښاري نظم، او مؤثرې څارنې په هدف څارنیزې کمرې (CCTV) نصب شوې.

دا امنیتي نوښت د بټي‌کوټ امنیه قوماندان قاري صلاح‌الدین ایوبي له لوري د شخصي لګښت پر مټ عملي شوی، چې موخه یې د بازار مهمې سیمې د دوامدار څار لاندې راوستل، د جرمونو مخنیوی او د امنیتي پېښو ژر کشف دی.

یادې کمرې د بازار پر ګڼه‌ګوڼه لرونکو سیمو نصب شوې، چې له مخې به د تګ‌راتګ، ترافیکي وضعیت، د دوکاندارانو د فعالیتونو او عمومي نظم په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

د بازار اتحادیې، دوکاندارانو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو د یاد اقدام هرکلی کړی، دا یې یو ولس‌مینه او مسؤلانه ګام بللی، او د امنیه قوماندان ستاینه یې کړې ده.

قاري صلاح‌الدین ایوبي په خپلو څرګندونو کې ویلي:

"زموږ هدف د امن فضا ټينګول، د مجرمانو لپاره فرصت محدودول، او ولس ته د باوري امنیت احساس ورکول دي. موږ به د خپلو امکاناتو تر بریده د عامه نظم د خوندي‌ساتنې هڅې روانې ساتو."