slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ایران د سرې میاشتې ټولنې ۶۸ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکي د کونړ د زلزله‌ ځپلو د ملاتړ په موخه هرات کې د لوېدیځ زون افغاني سرې میاشتې ته ولېږدول.

د مرستو د سپارلو پر مهال د هرات والي مولانا اسلام جار د ایران له انساني همکارۍ مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې ایران په سختو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.

 ورته مهال هرات کې د ایران سرقونسل علی رضا مرحمتي وویل، چې دغه محموله د کونړ د زلزله‌ ځپلو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره استول شوې ده.

د لوېدیځ زون د افغاني سرې میاشتې رئیس ډاکټر عبدالبصیر رحماني هم څرګنده کړه، چې یادې مرستې به د زلزله‌ ځپلو د اړتیاوو په رفع کولو کې مرسته وکړي او د افغانستان او ایران د ورورولۍ نښه ده.

یادونه ده، چې له دې وړاندې هم د ایران د سرې میاشتې ټولنې ۴۵ ټنه بشري مرستې د کابل نړیوال هوايي ډګر له لارې افغاني سرې میاشتې ته سپارلې وې.