slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي چې هند هوکړه کړې، څو افغان ناروغانو ته د ویزو ورکولو بهیر بېرته پیل کړي. دغه څرګندونې هغه د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ په ۳مه، په نوې ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې د خبري کنفرانس پر مهال وکړې.

عزیزي وویل چې د ویزې د ستونزو د حل په اړه له هندي چارواکو سره خبرې شوې او د دواړو لوریو ترمنځ تفاهم رامنځته شوی دی. د هغه په وینا، په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت به د ویزو د اسانتیا په برابرولو کې مهم رول ولوبوي، او په کابل کې د هند سفارت هم د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

هند د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته افغانانو ته د ویزو ورکول ځنډولي وو، خو سږ کال یې د نوي آنلاین سیستم په فعالېدو سره د ویزو محدود بهیر بیا پیل کړ. اوس تازه پرېکړه د هغو ناروغانو لپاره ده چې د درملنې له امله هند ته سفر کوي.

دا پرمختګ په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي لارې له یوې میاشتې راهیسې تړلې دي او ګڼ ناروغان د تګ راتګ له ستونزو سره مخ دي. چارواکي وايي چې د پاکستان له محدودیتونو وروسته، کابل هڅه کوي له بدیلو لارو کار واخلي او په ځانګړي ډول له هند سره اقتصادي او بشري اړیکې نوره هم پیاوړې کړي.