میدان وردګو کې د امربالمعروف ریاست محتسبینو یو لویه شخړه حل کړې
د میدان وردګ ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو ریاست اړوند د نرخ ولسوالۍ محتسبینو د ټولنیز ثبات او اسلامي ورورولۍ د ټینګښت په هدف، د صدمردې او دادل د قریو ترمنځ د دوو خپلوانو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه په بریالیتوب سره حل او فصل کړه.
یاده شخړه د دواړو کورنیو ترمنځ د کورني اختلاف له امله رامنځته شوې وه، چې د وخت په تېرېدو یې بڼه جدي واخیسته او د دښمنۍ او شخړو تر پړاوونو ورسېده. یو جانب د صدمردې او بل جانب د دادل اوسېدونکی و، او دواړه کورنۍ خپلوان وې.
د نرخ ولسوالۍ محتسبینو، د شخړې دواړو لورو ته د سولې، زغم، خپلمنځي احترام او اسلامي اصولو پر بنسټ لازمې دیني او اخلاقي مشورې ورکړې. له دواړو خواوو سره جلا جلا او بیا ګډې خبرې وشوې، چې پایله یې د دواړو جانبینو رضایت او د اختلاف له منځه وړل و.
محتسبینو د شریعت له مخې د ورورولۍ، بښنې، او یووالي ارزښتونه روښانه کړل او دواړه خواوې یې قانع کړې چې د دښمنۍ پر ځای باید د تفاهم او دوستۍ لاره غوره کړي.
په پای کې دواړو کورنیو د محتسبینو هڅې وستایلې او د زړه له کومي یې مننه وکړه. هغوی ژمنه وکړه چې له دې وروسته به خپل اختلافات د خبرو له لارې حلوي او د ښه ګاونډیتوب او خپلولۍ اړیکې به پیاوړې ساتي.