د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ معینیت د څارنې او ارزونې لوی ریاست پلاوی د لغمان امنیه قوماندانۍ سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ معینیت اړوند د څارنې او ارزونې لوی ریاست پلاوي د لغمان امنیه قوماندان مل پاسوال مولوي نجیبالله بدخشي سره لیدنه وکړه.
مل پاسوال بدخشي ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ چې د قانون د حاکمیت او امنیت د ټینګښت په برخه کې له هر ډول همکارۍ څخه به ډډه نه کوي. نوموړي زیاته کړه چې د څارنې او ارزونې پروسې پلي کول د چارو د ښهوالي لپاره ډېر ارزښت لري.
پلاوی د څارنې په موخه لغمان ته سفر کړی چې موخه یې د ستراتیژیکو پلانونو، فرمانونو، احکامو، مصوبو، طرزالعملونو او پالیسیو د تطبیق څېړنه او ارزونه ده. د لیدنو پر مهال به پلاوی د امنیتي پرسونل له مسؤلینو او سرتېرو سره خبرې وکړي، د هغوی وړاندیزونه او ستونزې به واوري او د اصلاح لپاره به لازمې سپارښتنې ثبت کړي.
همدارنګه، د یادو اسنادو او بهیرونو ارزونه به د شفافیت او حساب ورکونې د لا پیاوړتیا لپاره تر سره شي. د پلاوي مشري ښاغلی شبیر احمد اصفی کوي، چې د سفر په پای کې به د لغمان امنیه قوماندانۍ د رهبرۍ او پرسونل د هڅو او ژمنتیا ستاینه وکړي او د څارنې او ارزونې موندنې به د اړوندو اصلاحاتو لپاره له مسؤلو ادارو سره شریکوي.