له خوسته خبر دی، چې د دې ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ پر ځینو کلیو د سختې ږلۍ له امله د برګزو شنو کروندو ته سخت زیانونه اوښتي دي.
د یوه تازه خبر له مخې د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند ځني خيلو سیمې د څو کليو ځنګلونه، فصلونه او مېوه جات سختې ږلۍ ځپلي دي.
د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند نادرشاه کوټ سيمه کې لس کلي (څوۍ، جګه قلعه، چلګازی، بشک، څرمښکۍ، صحرا، ټینډي، خجریم، شمبوات او سور ورغه) د موسمي اورښتونو او ږلۍ له امله د بزګرانو غنمو فصلونه، سبزیجات، میوه جات او د جلغوزیو ځنګلونه زیانمن شوي دي، چې له امله یې د يادې سیمې خلکو او بزګرانو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
د خوست ولایت مقام رهبري او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولين د ځني خيلو بزګرانو او د يادې سیمې خلکو سره په اړونده برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکوي او زياتوي چې په دې برخه کې به هيڅ ډول هڅې ونه سپموي.