slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال  اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مالدیف ملي لوبډلې ته د لس پر یو (۱۰–۱) په ستر توپیر ماتې ورکړه.

یاده سیالي د شنبې په ورځ، د وږي ۲۹مه، د میانمار په یانګون ښار کې وشوه. افغان لوبغاړو د لوبې له پیله پر سیالانو برلاسي درلوده او په پرله‌پسې ګولونو یې د سیالۍ کنټرول په لاس کې واخیست.

د افغانستان ملي لوبډله به خپله دویمه لوبه د چهارشنبې په ورځ د میانمار پر وړاندې ترسره کړي.

د فوټسال اسیا جام  ټاکنیزو سیالیو بهیر د ۳۱ هېوادونو په ګډون په اتو ګروپونو کې د روانې میلادي میاشتې د سپتمبر په ۲۰مه پیل شوی او د همدې میاشتې تر ۲۴مې به روان وي.