ننګرهار کې ۱۱۲ تنه په نشه یې توکو روږدي راټول او د درملنې لپاره کابل ته واستول شول
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د جلال آباد ښار له بېلابېلو سیمو او ولسوالیو څخه په نشه يي توکو روږدي ۱۱۲ تنه راټول او د درملنې په موخه یې کابل امید روغتون ته انتقال کړل.
دغه کسان به د روغتون د مسلکي ډاکټرانو تر څارنې لاندې تر هغې پاتې شي، څو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ وګرځي او خپل عادي ژوند ته ستانه شي.
د روږدو کسانو راټولول او د هغوی درملنه زموږ یوه مهمه انساني او ټولنیزه دنده ده. موږ هڅه کوو چې دغه کسان له کوڅو او ناسالم چاپېریالونو څخه لرې کړو، د روغتیايي پاملرنې زمینه ورته برابره کړو او د عادي ژوند د بیا پیل فرصت ورکړو.
د روږدو کسانو راټولول یوازې یوه موقتي هڅه نه ده، بلکې دا پروسه به د ټولنې د روغتیا، د کورنیو د هوساینې او د نشه يي توکو د ناوړه اغېزو د مخنیوي لپاره په دوامداره ډول پر مخ ولاړه وي.