slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په کندز کې په نشه يي توکو روږدي ۵۰ کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول. د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا عبدالعزیز خیبر د باختر آژانس خبریال ته وویل، دغه کسان د یاد ولایت په روغتون کې له دوه نیمې میاشتې درملنې وروسته روغ او خپلو کورنیو ته وسپارل شول هېره دې نه وي چې په یاد روغتون کې له فتحې وروسته په نشه يي توکو د ۱۵۰۰ روږدو درملنه شوې او اوسمهال ۱۳۰ تنه نور تر درملنې لاندې دي.