د کور او ښار جوړولو وزارت د ۱۴۴۶ هـ.ق کال لاسته راوړنې له ولس سره شریکې کړې
د حکومت د رسنیو په مرکز کې د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د فعالیتونو په اړه مطبوعاتي کنفرانس وشو. په دغه کنفرانس کې د وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د مالي او اداري معین الحاج محمد ارسلاح خروټي، د ښاري چارو معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، او د مسکن او برنامو د پراختیا معین سرپرست انجنیر عبدالحمید ارین ګډون کړی و.
سرپرست وزیر د "نوي کابل ښار" د پرمختیا په اړه مفصل معلومات ورکړل او ویې ویل، د ښار عمومي نقشه، د سړکونو او خدماتي شبکو ابتدایي ډیزاینونه بشپړ شوي، او د قانوني ستونزو د حل لپاره اقدامات روان دي. نوموړي وویل، هڅه دا ده چې دا پروژه د تخنیکي معیارونو مطابق چټکه او شفافه پر مخ ولاړه شي.
د مالي او اداري معین خروټي وویل، وزارت د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د مهاجرینو لپاره ۳۵ ښارګوټي جوړ کړي، ۸۷ زره مستحقو کورنیو ته د اسکان اسناد سپارل شوي، او ۳۸۲۶ غیرقانوني ودانۍ تخریب شوې دي. همداراز، د ۲۳۱ زره جریبه ځمکې سروې، او د ۲۸۷ پراختیایي ساحو توپوګرافي شوې ده.
د ښاري چارو معین کریمي زیاته کړه چې د ۵۲ ښارونو لپاره پلانونه ترتیب شوي، د کابل د سړکونو شبکه نهایي شوې او د تطبیق لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوې ده. نوموړي د تاریخي ښارونو د ساتنې په برخه کې له یونسکو او آقاخان بنسټ سره د همکارۍ دوام یاد کړ.
همداراز، انجنیر عبدالحمید ارین وویل چې د نوي کابل ښار، اقتصادي زونونو، ترمینلونو او طبي کمپلکسونو لپاره مشخصې ځمکې ځانګړې شوې دي، او ښاري پراختیا به د نظم، دوامدار پرمختګ او معیاري خدمتونو پر بنسټ مخته ځي.
په پای کې وویل شول، چې وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لپاره هم پراخ ستراتیژیک پلانونه لري، چې پکې د قطري ښارګوټي دویم فاز، د نیله باغ پروژه، او د نویو ښارګوټو جوړول شامل دي.