لوګر کې شاوخوا «۱۷» ټنه وختتیري، بېکیفیته او تقلبي توکي وسوځول شول.
د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشرۍ د مستهلکینو د ملاتړ کمیسیون له لوري تیرو شپږو میاشتو کې د مرکز او ولسوالیو په کچه شاوخوا «۱۷ټنه» وختتیري، بېکیفیته او تقلبي خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول شوي وو.
یاد توکي د صنعت او سوداګرۍ ریاست په ډیپو کې تر مهرولاک کېدو وروسته د ډیپو له ډکېدو سره سم د اړوندې محکمې له خوا د سوځولو حکم ترلاسه شو.
دا توکي د کمیسیون غړو، د رسنیو استازو او اړوندو ادارو په شتون کې وسوځول شول.
همداراز د مستهلکینو د ملاتړ کمیسیون د پلعلم ښاروالۍ څخه مننه کړې چې د دغو توکو د لېږد په برخه کې یې د یاد کمیسیون سره هراړخیزه همکاري کړې ده.
د مستهلکینو د ملاتړ کمیسیون په پای کې له ټولو هټیوالو او سوداګرو غوښتنه وکړه چې د وختتیرو، بېکیفیته او تقلبي توکو له پلورلو ډډه وکړي.