د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالۍ کې د ۷۹۰ زدهکوونکو د ازموینې پایلې په یوه شانداره غونډه کې اعلان شوې.
د دایمیرداد ولسوالۍ د دیني مدارسو او ښوونځیو له ۷۹۰ زدهکوونکو او طالبالعلمانو د اخیستل شوې ازموینې پایلې د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
غونډه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د څلورمې میاشتې په ۱۶مه نېټه جوړه شوې وه چې پکې د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د اسلامي تعلیماتو آمر مولوي سید محمد حقاني، د ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي حکمتالله احمدي، علماوو، سیمهییزو چارواکو او ګڼ شمېر زدهکوونکو ګډون کړی و.
د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت د تعلیم ارزښت او د علم د خپرېدو پر اړتیا ټینګار وکړ او له ښوونکو یې وغوښتل چې د دیني او عصري علومو په برخه کې د زدهکوونکو د روزنې لپاره لا ډېر کوښښ وکړي.
د دایمیرداد ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي حکمتالله احمدي وویل چې دا ازموینه له ۶۶۰ تنه د ښوونځیو له زدهکوونکو د «سیرتالنبي» او له ۱۳۸ تنه د دیني مدارسو له طالبالعلمانو څخه د دیني مضامینو په برخه کې اخیستل شوې وه.
ورته مهال د اسلامي تعلیماتو آمر مولوي سید محمد حقاني د ازموینې په غوره ګډونوالو د ۶۳ زره افغانیو په ارزښت د دیني او مطالعوي کتابونو ډالۍ، پنځه لپټاپ کمپیوټرونه او تقدیرنامې ووېشلې.
چارواکو ویلي، د دغو ازموینو موخه د دیني او عصري زدهکړو ترویج، د ښوونکو هڅونې او د زدهکوونکو تشویق له لارې د تعلیم کیفیت لوړول دي.