د ننګرهار پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ استوګنیز بلاکونه له سره بیا رغول کېږي.
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست اړوند تخنيکي ټيم د ننګرهار پوهنتون د مرکزي لیلې د ۶ استوګنیزو بلاکونو د بیا جوړونې او رنګمالۍ چارې په چټکۍ روانې دي.
ښاغلي سعیدي وویل، د پروژې نږدې ۵۰٪ چارې تر دې دمه بشپړې شوې دي، چې د تخنیکي ټیم له خوا د یادې پروژې قراردادي شرکت ته د کیفیت لوړوالي په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې شوې دي، تر څو پروژه په ټاکلي وخت او مطلوب کیفیت بشپړه شي.
د یادولو ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند رياستونه دوامداره د تعلیمي او عامه تاسیساتو د بیارغونې او ښاري خدمتونو د معیاري کولو لپاره څارنې کوي.