slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د هلمند والي د ناوې ولسوالۍ د پرون ورځې خونړۍ ترافیکي پېښې په تړاو د ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام خپور کړی دی.

د پېښې په پایله کې ۱۴ تنه هېوادوال، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، شهیدان او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

والي ویلي دي: «په ډېره خواشینۍ خبر شوم چې زموږ یو شمېر هېوادوالو د ترافیکي پېښې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. انا لله و انا الیه راجعون. له لوی خدای (ج) څخه د شهیدانو لپاره جنت الفردوس، د ټپیانو لپاره عاجله شفا او د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه کوم.»

هغه زیاته کړې ده چې د قربانیانو له کورنیو سره ځان شریک ګڼي او د تسلیت مراتب ورته وړاندې کوي.