قطر او سعودي پر پاکستان د افغان امنیتي ځواکونو ځوابي بریدونو ته غبرګون او اندېښنه ښودلې.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي کرښې پر اوږدو تازه سرحدي نښتې د سیمې او نړۍ پام ځان ته رااړولی دی. د راپورونو له مخې، تیره شپه افغان لوري د پاکستانیو پر پوستو درانه بریدونه کړي چې له امله یې پاکستاني لوري درانه ته تلفات اوښتي دي.
د افغان امنیتي ځواکونو له بریده څو ساعته وروسته قطر او سعودي عربستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې هېواد یې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د شخړو د حل پلوی دی او ټینګار یې کړی چې د جګړې دوام د سیمې ثبات ته زیان رسوي.
همداراز د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې ته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دواړه خواوې باید له زغم او عقلانیته کار واخلي. دغه وزارت زیاته کړې چې ریاض د سیمې سولې او ټیکاو لپاره د هر ډول منځګړیتوب او همکارۍ ملاتړ ته چمتو دی.
په ورته وخت کې د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت ویلي چې د دوی ځواکونو دا عملیات د پاکستاني پوځ له لوري د سرحدي سرغړونو او د افغان خاورې پر ضد د هوایي بریدونو په غبرګون کې کړي دي.
دفاع وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان وسلهوال پوځ د خپل حریم د دفاع بشپړ توان لري او که د مقابل لوري لهخوا د خاورې د نقض هڅه وشي، کلک او پرېکنده غبرګون به ورته وښودل شي.