slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

سږ کال بلخ کې له ۶۵۰ هکټاره زیاته کرنیزه ځمکه د کچالو د کر لپاره ځانګړې شوې ده. کروندګر وايي، کچالو د افغانستان له اقتصادي او ډېر مصرفېدونکو زراعتي محصولاتو څخه دی، خو د تولید د زیاتوالي او ځانبساینې لپاره د دولت له لوري لا زیاتې مرستې او پاملرنه غواړي.

دوی وایي، که چېرې دولت تخنيکي، مالي او بازارموندنې برخه کې لازم ملاتړ برابر کړي، کولای شي د کچالو تولیدات دومره لوړ شي چې هېواد نور د بهرنیو وارداتو ته اړتیا و نه لري.

په ورته وخت کې د بلخ د کرنې ریاست مسؤلین وايي، هڅه کوي کروندګرو ته د اصلاح شویو تخمونو، کرنیزو وسایلو او مسلکي روزنو زمینه برابره کړي، څو د کچالو تولیدات لوړ او کیفیت یې ښه شي.