افغان کرکټ ملي لوبډلې په درې اړخیزه شل اوریزه سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د پاکستان پر وړاندې وبایلله.
یاده سیالي د شارجه په نړیوال کرکټ لوبغالي کې وشوه. د لوبې پچه پاکستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. پاکستانۍ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د اووه ویکټو په بدل کې ۱۸۲ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري فرید ملک دوه ویکټې واخیستې، په داسې حال کې چې راشد خان، محمد نبي، عظمت الله عمرزي او مجیب الرحمن هر یو د پاکستان یو – یو توپوهونکی وسوځاوه.
افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف په خپل توپوهنه کې تعقیب نه کړای شو او په وروستي اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې یوازې ۱۴۳ منډې جوړې کړې، چې په دې سره یې د ۳۹ منډو په توپیر ماتې وخوړه.
په افغان توپوهونکو کې راشد خان د ۳۹ منډو په جوړولو تر ټولو زیات وځلېد، رحمان الله ګربز ۳۸ منډې وکړې، صدیق اتل ۲۳ منډې او دروېش رسولي ۲۱ منډې وکړې.
د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې به د افغانستان ملي لوبډله خپله دویمه سیالي د سپټمبر پر لومړۍ نېټه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې وکړي.