slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نباتاتو د ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو د لښکرګاه ښار په سرکار سیمه کې د جوارو کروندګرو ته د افاتو او ناروغیو د مخنیوي په تړاو عامه پوهاوی ورکړ.


په دې پروګرام کې کروندګرو ته د د جوارو د تنې چینجي، سپېرکي کنو، قرغني ناروغیو او نورو زیان رسوونکو حشراتو او نباتي شېرو د کنټرول او وقایې په اړه معلومات وړاندې شول. د مسلکي کارکوونکو له لوري د میخانیکي او کیمیاوي کنټرول لارې تشریح شوې او هغه درمل کروندګرو ته وروپېژندل شول چې هم ښه درملنیزه پایله لري او هم پر چاپېریال لږ منفي اغېز کوي.

 مسوولینو ټینګار وکړ چې کروندګر دې د هر فصل له کرنې وړاندې وقایوي درملنه وکړي، څو کرل شوي نباتات د افاتو او ناروغیو له زیان څخه خوندي پاتې شي.

د کرنې ریاست چارواکي وايي، د وقایوي درملنې په عملي کولو سره به د کیمیاوي موادو له زیات استعماله مخنیوی وشي، چې په پایله کې به کروندګر ښه او باکیفیته حاصلات ترلاسه کړي او د هغوی اقتصادي وضعیت به هم ښه شي.