slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په مالیې وزارت کې د ګمرکونو لوی ریاست وايي چې د دې ریاست اړونده د ګرځنده څارنې کارکوونکو د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند په بېلابېلو سیمو کې د قاچاقي توکو لویې محمولې نیولې دي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، قاچاق کوونکو هڅه کوله چې دا توکي له ګمرکي محصول پرته په ناقانونه ډول افغانستان ته وارد کړي.

په نیول شویو توکو کې شاوخوا ۲۲ زره کیلو ګرامه طبي درمل، ۲۱۰۰ کیلو ګرامه زراعتي درمل، ۱۲ زره کیلو ګرامه چاکلېټ، ۱۱۰۰ کیلو ګرامه البسه، ۶۸۰ کیلو ګرامه پنیر، ۱۵۰ کیلو ګرامه د وچي مېوې د بسته بندۍ پلاسټیک، ۴۴۱ کیلو ګرامه هګۍ، ۸۴۰ کیلو ګرامه تینر، ۱۳۲ کیلو ګرامه رُب، ۱۰۰ کیلو ګرامه د چلم مېوه، ۵۸۵ کیلو ګرامه تمباکو، ۱۵۰ کیلو ګرامه د کبانو غوښه، ۶۳ کیلو ګرامه ملایي او ۶۶۶ کیلو ګرامه خالي کاغذي قوطۍ شامل دي.

مالیې وزارت وایي، نیول شوي توکي او تورن کسان اړوندو ګمرکونو ته د قانوني اجراآتو لپاره سپارل شوي دي. دغه راز وزارت ټینګار کړی چې د ګرځنده څارنې ټیمونه په ټول هېواد کې فعاله څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې قاچاقي یا ممنوعه توکي انتقال کړي.