د اطلاعاتو او کلتور وزیر، په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر سره کتلي.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه، په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر نندا ایوالیست سره په خپل کاري دفتر کې کتلي.
په دې کتنه کې د اندونیزیا سفارت شارژدافیر، له اشغالګرو څخه د دواړو
هېوادونو د خپلواکۍ اخیستلو په ورته والي خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د
خپلواکۍ غوښتلو مبارزه یې د تاریخ مهم پړاو وباله.
ښاغلي ایوالیست د خپل هېواد د کلتوري برخې همکاریو په اړه ډاډ ورکړی او د
عامه کتابتون د «ډیجټلایزېشن» په موخه د تخنیکي وسایلو سربېره د کتابتون د
بډاینې لپاره یې په نږدې راتلونکي کې د بېلابېلو کتابونو د ډالۍ کولو ژمنه
هم کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر هم، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړیکو پر
پراختیا او پیاوړتیا خبرې کړې او په دې برخه کې یې کلتوري رول مهم بللی دی.
ملا خیرخواه د ځوانانو فکري اصلاح ته اشاره کړې او ځوانان یې د هېواد راتلونکي بللي دي.
په پای کې، د اطلاعاتو او کلتور وزیر له ملي موزیم او ملي آرشیف سره د اندونیزیا د همکاریو په اړه هم خبرې کړې دي.