slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پروان ولایت امنیه قوماندان الحاج قاري محمد جاوید ضیاءالرحمن د دغه ولایت د ښاري محکمې له محترم رئیس او اړوندو مسؤلینو سره د همغږۍ لیدنه ترسره کړه. 

په دې لیدنه کې د عدلي او قضایي چارو د لا ښې همغږۍ، د خلکو د ستونزو د حل، او د عدلي-امنیتي خدمتونو د ښه کېدو په اړه بحث او خبرې وشوې. 

امنیه قوماندان زیاته کړه چې د اسلامي نظام په چوکاټ کې د عدالت تامین او د خلکو د حقونو خوندیتوب د ټولو ګډه دنده ده او د دې برخې د اغېزناکه پلي کېدو لپاره اړینه ده چې امنیتي او قضایي ارګانونه په ګډه او نږدې همکاري کار وکړي.