کونړ کې ١٠ تنه د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي
د کونړ ولایت ا.ق وياند پوليس راډیو ته وویل چې د یاد ولایت امنیتي ځواکونو په مرکز اسعدآبا ښار او ولسوالیو کې د نشه یي توکو د پیر او پلور، قتل، غلا، د لرګیو د قاچاق او له کور څخه د تېښتې په تور لس تنه نیولي چې لومړنیو څیړنو وروسته به رسماً عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.