slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امریکا  مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په یو بیان کې ویل شوي چې د اکټوبر په دویمه نېټه په سوریه کې د یو دقیق هوايي برید په ترڅ کې  د القاعده ډلې یو لوړپوړی پلان جوړوونکی وژل شوی دی.

سنټکام ویلي چې وژل شوی کس محمد عبدالوهاب الاحمد نومېده او د القاعدې له اړوندې ډلې «انصارالاسلام» سره یې اړیکې لرلې. د قومندانۍ په بیان کې دغه عملیات د سیمې د امنیت  ساتنې او د نړیوال ترهګرۍ  مخنیوي لپاره ترسره شوي دي.

د سنټکام قوماندان اډمیرل براد کوپر په دې اړه ویلي چې په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو حضور د مخالفو ډلو هر ډول پلان جوړونې او د برید هڅې شنډولو ته ادامه ورکوي او هېواد، پوځ او متحدینو ته به د دفاع ژمنتیا جاري وساتي.

پوځ همداراز یادونه کړې چې د برید له امله تر اوسه د ملکیانو د زیان خبره نه ده تایید شوې، خو د پېښې بشپړې څېړنې لا روانې دي.