خوست؛ امنیتي ځواکونو یو شمېر نظامي مهمات نیولي دي.
د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ترورېزم ضد امریت د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو کشفي راپور پر اساس له یوه کور څخه دوه توپانچې، اته دانې لاسي بمونه، دوه دوربینونه، ۱۲۲ د کلاشینکوف مرمۍ او یو اندازه نظامي وسایل، چې په ناقانونه توګه ساتل کیدل؛ کشف او ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ترورېزم ضد مدیریت منسوبینو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بیت المال سپکې او درنې وسلې، ګڼ شمېر بېلابېل نظامي وسایل ترلاسه کړي او د ضبط په موخه یې اړوندې ادارې ته سپارلي دي.
امنیتي ځواکونه چاته اجازه نه ورکوي چې له دولتي وسلو څخه په غیرقانوني توګه ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د وسلو د ساتنې او کارونې هر ډول ناسم چلند جدي پایلې لري او عاملین به یې له قانوني سزا سره مخ شي.