د پاکستاني پوځ تازه هوايي بریدونو کې لس ملکي وګړي شهیدان شوي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان پر ځينو سیمو د نویو هوايي بریدونو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې لس ملکي وګړي وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي.
مجاهد څرګنده کړې چې هوايي بریدونه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې ترسره شوي، چې په کې د ولایت خان په نوم د یوه ملکي اوسېدونکي کور په نښه شوی دی. د ویاند په وینا، په دغه پېښه کې یوې ښځې او نهو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او کور په بشپړه توګه نړېدلی دی.
د اسلامي امارت د معلوماتو له مخې، ورته هوايي بریدونه د کونړ او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې هم ترسره شوي، چې په پایله کې یې لږ تر لږه څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
ځايي سرچینو تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې پاکستان یو ځل بیا له افغانستان سره اوربند مات کړی او په سرحدي سیمو کې یې پوځي عملیات پراخ کړي دي. د دواړو هیوادونو ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله، ټولې سوداګریزې لارې تړل شوې او پر پوله هر ډول تبادله درول شوې ده.
دې وضعیت ته په اشارې سرچینې وايي چې د اسلاماباد او کابل ترمنځ د درېیم پړاو خبرو اترو بېپایلې کېدل او د باور ټیټوالی د کړکېچ شدت ته لاره هوار کړې ده. په همدې حال کې راپورونه څرګندوي چې د ترکیې یو لوړپوړی پلاوی هم اسلاماباد ته سفر کړی و او د پاکستاني چارواکو سره په ځینو موضوعاتو کې یې جنجالي بحثونه کړي دي.
د هوايي بریدونو په اړه د پاکستان رسمي دریځ تر اوسه رسنیو ته نه دی وړاندې شوی.


