اسلامی امارت د تېرې شپې په ځمکلړزه کې د هېوادوالو پر مالي او ځاني زیانونو خواشیني ښودلې.
د افغانستان اسلامي امارت د تېرې شپې د ځمکلړزې له زیانمنو سره خواخوږي څرګنده کړې. د تېرې شپې ځمکلړزه په بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو کې رامنځته شوې چې هېوادوالو ته یې مالي او ځاني تلفات اړولي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په خپره شوې خبرپاڼه کې د شهیدانو لپاره د فردوس جنت، ټپیانو ته روغتیا او د کورنیو لپاره جمیل صبر غوښتی دی.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې حکومتي مسئولین او اړوند ادارې هڅه کوي، چې ژر تر ژره اړینې مرستې او لازمې چوپړتیاوې زیانمنو ته ورسوي.


