لوګر کې د قیمتي ډبرو نوي کانونه تثبیت شوي دي.
د لوګر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست وايي چې د مرکز پل علم په ګډون په ځينو ولسوالیو کې د قیمتي ډبرو ۳۵ نوي کانونه کشف شوي دي.
د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم ریس مولوي احمدالله فرقاني وايي چې د یادو۳۵ کانونو په اړه معلومات او سروې بشپړه شوې او په اړه یې ټول اسناد وزارت ته استول شوي دي. دی همدا راز وايي چې اوس مهال په لوګر کې پر پینځو کانونو کار روان دی، چې له درکه يې تېرو پینځو میاشتو کې اووه میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د نوموړي په وینا په دې برخه کې شاوخوا زرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. فرقاني په خپلو خبرو کې رسنیو ته ویلي چې په لوګر کې اوسمهال د کانونو ناقانونه کیندنه صفر ده او دوی د هر ډول خپلسرۍ مخه په دې برخه کې نیولې.
لوګر هېواد له هغو ولایتونو څخه دی، د عینک مسو کان سربېره ګڼ نور کانونه پکې شته.