slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رهبرۍ د فاریاب ولایت د فوټبال با استعداده ستوری سيزر هاروني، چې څو ورځې وړاندې يې په ټولنيزو رسنيو کې ويډيو ډېره لاس په لاس شوه، وليدل او د هغه استعداد يې وستايه. 

دغه ليدنه کې، چې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، سربېره د دې ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري هم ګډون درلود، مولوي احمدالله وثيق د سيزر هاروني د استعداد ستاينه وکړه او د نوموړي ته يې د ورزش په برخه کې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.

دغه راز ښاغلي وثيق زياته کړه، چې موږ تل د استعدادونو د رابرسيره کولو په هڅه کې يو او په بشپړ ډول يې ملاتړ کوو.

سيزر هاروني اوس ۱۰ کاله عمر لري، چې څلور کاله يې د مسلکي روزونکو د لاس لاندې مسلکي فوټبال کړی دی او هيله لري، چې يوه ورځ به د هېواد ملي لوبډلې ته لار مومي او د هېواد په نوم به لوبېږي. 

بل لوري ته د سيزر هاروني پلار خسرو هاروني وايې، چې هيله لري يوه ورځ يې زوی د افغانستان ملي لوبډله کې ولوبیږي او هېواد ته وياړونه راوړي. 

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د هېواد ورزش ادارې د فوټبال يو بل با استعداده ستوری محمد عثمان هم وستايه او نوموړي ته يې د ورزش او زده کړو غوره زمينه برابره کړه.