د بهرنيو چارو وزارت؛ افغانانو د تاریخ په اوږدو کې خپله خاوره کې پردی نظامي حضور نه دی منلی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي چې افغانان هېڅکله په خپله خاوره کې د بهرنیو ځواکونو پوځي شتون نه مني.
ټرمپ پرون د برېټانیا له لومړي وزیر، کیر سټارمر سره په ګډې خبري ناسته کې څرګنده کړې وه چې واشنګټن هڅه کوي د بګرام هوايي اډه بېرته تر لاسه کړي. د هغه په وینا، دا موضوع د طالبانو سره د احتمالي معاملې برخه هم کېدای شي.
ذاکر جلالي، د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس، په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د بګرام د پوځي اډې د بیا نیولو بحث د دوحې د هوکړې پر مهال هم رد شوی و. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان او امریکا اړیکې باید د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ یوازې سیاسي او اقتصادي بُعد ولري، نه پوځي.
جلالي د ټرمپ څرګندونې د «معاملې د ژبې» برخه وبلله او یادونه یې وکړه چې د امریکا اوسنی ولسمشر د سیاست ترڅنګ د سوداګرۍ له نړۍ څخه راغلی، نو د بګرام د موضوع یادونه یې هم د یوې احتمالي معاملې په چوکاټ کې ده.
سیاسي شنونکي باور لري چې که واشنګټن د بګرام د بیا فعالولو هڅه وکړي، دا به د افغانستان د اوسني حکومت او امریکا ترمنځ د اړیکو پر راتلونکې سیوري واچوي.