د تور خم دروازه له یوې میاشتې ځنډ وروسته د ترانزيټو پر مخ خلاصه شوه.
دواړه خواوې وروسته له هغې د یادې لارې پر پرانیستلو توافق ته رسېدلي، چې نن چهارشنبه د دواړو هېوادونو چارواکو په دویم وار د یادې لارې پر پرانیستلو مذاکرات کړي. پاکستاني لوري د خپلو هغو تاسیساتو پر جوړولو پیل کړی، چې له افغان پولهساتو ځواکونو سره په جګړه کې ویجاړ شوي او ټاکل شوې، چې د جمعې پر ورځ یاده لاره د مسافرو لپاره هم پرانيستل شي.
دا چې دا دروازه د خلکو او باروړونکو پر مخ تر کله خلاصه پاتې کېږي؟ هیڅ معلومات یې نشته. له دې وړاندې هم وخت ناوخت یاده دروازه د پاکستان دولت له لورې بنده شوې، چې بیا یې بېرته خلاصه کړې. دا چې د یادې لارې د بندېدو له کبله سوداګرو ته څومره مالي زیانونه اوښتي؛ تر اوسه یې له رسنیو سره ارقام نهدي شریک شوي.
یاده لاره وروستی وار هغه مهال د پاکستاني پولهساتو ځواکونو لهخوا وتړل شوه، چې د اسلامي امارت سرحدي مجاهدینو کرښې ته لنډ د تاسیسات جوړول پیل کړل.