هرات او خوست کې دوه تنه د غلاوو په تور نیول شوي دي.
د هرات ولايت د اتمي امنيتي حوزې د پوليسو موظفينو د کشفي عملياتو په ترڅ کې يو تن د غلا په تړاو له خپل لاسي (تمانچه) سره ونيول شو. له ياد کس څخه يو ميل تفنگچه او يو غلا شوي موټرسايکل هم ترلاسه شوي او تر څارنې لاندې دي.
بلې خوا د خوست امنيه قومندانۍ اړوند د تڼيو ولسواليو له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبينو په خوست ښار بابرک خان پارک ساحه کې يوه غلا شوې بجاج ريکشه نيولې.
امنيتي ځواکونو د يادې غلا په تړاو يو کس هم نيولى، چې په نورو ګڼ شمېر سرقت پېښو او د نشه يي موادو په قاچاق کې هم ښکېل پيژندل شوى.
د ویلو ده، چې نيول شوى کس به د بعدي اجرأتو په موخه قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.