خیبر پښتونخوا کې د MI-17 چورلکې د سقوط پېښه کې پینځه تنه مړه شوي.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې یوه حکومتي MI-17 چورلکه سقوط شوې چې له امله یې دوه پيلوټان او درې تنه د عملې غړي وژل شوي دي.
یاده چورلکه د سېلاب ځپلو سیمو د بیړنیو مرستو رسولو لپاره ګومارل شوې وه او د مومندو په سیمه کې د خرابې هوا له امله د اړیکې له لاسه ورکولو وروسته نسکوره شوې ده. د کوزې پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور تایید کړې، چې چورلکه د ضلع بجر او مومندو سېلاب ځپلو سیمو لپاره د خوراکي او نورو مرستو د لېږد ماموریت ترسره کاوه.
د وزیراعظم اعلٰي دفتر په یوه اعلامیه کې د وژل شویو کسانو د درناوي لپاره د ماتم ورځ اعلان کړې او ویلي یې دي، چې د هغوی جنازې به د دولتي رسمي مراسمو له مخې وشي.
ځايي چارواکو د لټون او ژغورنې هڅې پیل کړې دي او د دې کار لپاره بله چورلکه هم د عملیاتو ډګر ته استول شوې ده.
د پېښې لامل خراب موسمي شرایط په ګوته شوي؛ خو چارواکي وايي چې د موضوع په اړه به نورې پلټنې هم وشي.