په خوست کې به روان (۱۴۰۴هـ.ش.) کال شاوخوا۳۵زره زدهکونکي په مدارسو او ښونځيو کې جذب شي.
د افغانستان په سړو ولايتونو کې د ۱۴۰۴ نوی تعلیمي کال د نعری تکبري په ویلو سره پیل شو. خوست کې د پوهنې ریاست مسؤلینو په وینا، سږکال به په امارتي ښوونځیو کې شاوخوا ۳۵ زره نوي زده کوونکي جذب کړي، مسولين وايي هڅه کوي د ياد ولايت هغه لري پرتي سيمې چې له زده کړو بي برخې وي؛ د زده کړو زمينه ورته برابره کړي.
د یادولو وړ ده، چې دا مهال په خوست ۱۲۰۹ علمي بنسټونه موجود دي، چې پکې څه د پاسه درې لکه او۶۶۰۰۰ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې له ډلې یې ۷۵ زره نجونې دي چې تر شپږم ټولګیو په ټیټو صنفونو کې زده کړې کوي.