ټرمپ له ممداني غوښتي چې له واشنګټن سره دې نوې اړیکې جوړې کړي.
ټرمپ چې د زهران ممداني له سرسختو سیاسي سیالانو شمېرل کېږي، د نوموړي له بریا وروسته ویلي چې اوس دې زهران له واشنګټن سره تازه اړیکې جوړې کړي.
زهران ممداني لومړنی مسلمان دی چې د ټاکنو تر ګټلو وروسته پرون د نیویارک لپاره ښاروال وټاکل شو.
د امریکايي رسنیو په راپورونو کې ښاغلی ممداني د ډونالډ ټرمپ له سرسخت مخالفینو څخه ګڼل شوی دی.
په ټاکنو کې د زهران ممداني له بریا وروسته ډونالډ ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی چې که ممداني له واشنګټن سره همکاري ونه کړي، نو مهم ملاتړ به له لاسه ورکړي.
د خامه پریس د مخکني راپور له مخې چې ممداني لومړنی شیعه مسلمان او تر ټولو ځوان کس دی چې پخوا یې د نیویارک ایالتي اسمبلۍ کې دنده ترسره کړې او د خپلو مترقي دریځونو او د دودیزو ډیموکراتیک ګوند پالیسیو د نیوکې لپاره پیژندل کیده.
سیاسي کارپوهان وايي چې د ممداني بریا په ډیموکراتیک ګوند کې د مترقي سیاستوالو د نوي نسل د راپورته کیدو نښه ده؛ هغه نسل چې هڅه کوي د حکومت او خلکو ترمنځ واټن کم کړي او د امریکا په سیاست کې د ټیټو طبقو غږونه ډیر مهم کړي.


