ذبیح الله مجاهد؛ ارګ له پاکستانه په زور د ویستل کېدونکو کډوالو په اړه د یوې بېړنۍ غونډې کوربهبتوب کړی.
د افغانستان اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد د یادې غونډې خبره پر خپله اېکسپاڼه کړې او ویلي یې دي، چې دا غونډه په ریاست الوزرا کې د ښاغلي ملاحسن اخوند په مشرۍ تر سره شوې.
خبرپاڼه کې راغلي، چې پهدې غونډه کې د کابينې د نورو غړو تر څنګ د رئسالوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند، اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي او د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالی وزير مولوي عبدالکبير ګډون کړی و.
خبرپاڼه کاږي، چې پهدې غونډه کې په پاکستان کې له افغان مهاجرو سره شوي تاوتریخوالي د انساني او اسلامي اصولو سره په ټکر کې ګڼل شوي او په کلکو ټکو غندل شوي دي. دا رنګه په یاده غونډه کې د اسلامي امارت مشرانو پر ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې هم غږ کړی، چې د افغان مهاجرو پر وړاندې د یاد تاوتریخوالي په درولو او د مهاجرو په باعزته ستنونه کې خپل مسولیت ادا کړي.
همدا راز د يادې غونډې په پای کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون ته دنده سپارل شوې؛ ترڅو د تېر په څېر له خپلو ټولو موجوده امکاناتو څخه په کار اخیستنې له پاکستانه راستنېدونکو هېوادوالو ته اسانتیاوې او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې وربرابرې کړي.