د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم په هېواد کې د ازبکستان له سفیر عثمانبیک سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر نعیم په دې لیدنه کې له ازبک سفیر عثمان بېک سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا سربېره پر سوداګرۍ ټرانزیټ او یو شمېر نورو مهمو مسایلو هم خبرې اترې کړې دي. ډاکټر نعیم له ښاغلي عثمانبېک سره په خبرو کې د افغانستان او ازبکستان اړیکې تاریخي بللي او ویلي یې دي، چې د دواړوهېوادونو لپاره د اقتصادي اړیکو پاللو لپاره ښه امکانات او شرایط برابر دي.
ازبک سفیر په خبرو کې د ټرانس افغان د پروژې ترڅنګ له ځينو نورو مسایلو هم یادونه کړې او پای کې دواړو لوریو د ښو اړیکو پاللو ژمنه کړې.