خوست چارواکي وايي؛ په دې ولایت کې د یوې نجلۍ د عرض پاڼې له مخې د اجباري نکاح مخه ونیول شوه او تورن کسان د امنیتي منسوبینو له لورې نیول شوي دي.
د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امریت منسوبینو د يوې نجلۍ د عرض پاڼې پر بنسټ هغه کسان نیولي، چې غوښتل يې دغه نجلۍ پرته له خوښې او رضايت څخه یو تن ته په زور نکاح کړي.
امنیتي ځواکونو د عرض پاڼې له مخې د یادې نجلۍ پلار، ورور او تره نیولي دي.
د ویلو ده، چې د اسلامي امارت مسئولین د میرمنو شرعي او اسلامي حقوقو ته ژمن دي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی حقوق تر پښو لاندې کړي.