د سعودي دولت د څو لویديځو هېوادونو له لورې د فلسطین دولت د رسمیت پېژندنې هرکلی کړی دی.
سعودي عربستان د برېتانیا، کاناډا، اسټرالیا او پرتګال هغه پرېکړه ستایلې چې د فلسطین دولت یې په رسمیت پېژندلی دی. ریاض دا ګام د فلسطین د حقونو د ملاتړ برخه کې یو مهم پرمختګ بللی.
یاد اقدام وروسته له هغه شوی، چې لندن، اوتاوا، کانبرا او لیسبن پرون یکشنبې په ګډه د فلسطین د دولت رسميت پېژندنه اعلان کړه. تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې یو شمېر اروپايي هېوادونه هم ورته پرېکړه وکړي.
خو د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دغه اقدام په کلکه رد کړی او ویلي یې دي، چې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندل «ترهګرۍ ته لویه ډالۍ» ده. هغه ټینګار کړی، چې د هغه په وینا «فلسطیني دولت هېڅکله نه شي جوړېدای.»
تر دې وړاندې سعودي عربستان اسراییل ته خبرداری ورکړی و، چې که د لوېدیځې غاړې یوه برخه له ځان سره یوځای کړي، نو دا به د دواړو هېوادونو په اړیکو او سیمهییز وضعیت کې «سترې پایلې» ولري.
شنونکي باور لري، چې د لوېدیځو هېوادونو دا اقدام د منځني ختیځ پر سیاسي معادلو او د اسراییل – فلسطین د شخړې پر راتلونکو پړاوونو ژور اغېز لرلی شي.