د اسراییلو پوځ؛ په غزه کې د روغتونونو تر څنګ د حماس تونلونه کشف شوي.
د اسراییل پوځ ویلي، چې دوی په غزه کې د یوه روغتون لاندې د حماس یو تونل او د بل روغتیايي مرکز ترڅنګ د بل تونل د ننوتلو دروازه کشف کړې ده. لومړی تونل د غزې ښار په سوېل کې د اردني روغتون په شاوخوا کې موندل شوی دی.
پوځي چارواکو زیاته کړې، چې دغه تونل نږدې یو نیم کیلومتر اوږدوالی لري او پکې د وسلو جوړولو یو ورکشاپ او نورې خونې شاملې وې.
د اسراییل پوځ همدارنګه ویلي، د حماس قوماندانان او جنګي ډلې په دې تونل کې ځای پر ځای شوي وو. دوی ټینګار کړی، چې د حماس فعالیت د اردني روغتون تر څنګ د اردني چارواکو له ګډون یا خبرتیا پرته ترسره شوی و.